په کندهار کې د دوو ښځینه پولیسو په ګډون شپږ پوليس وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندهار ولایت

په کندهار کې په ماين چاودنه او دو جلا جلا هدفي وژنو کې د دوو ښځینه پولیسو په ګډون شپږ پوليس وژل شوي.

لومړۍ پېښه نن سهار د کندهار د لومړۍ ناحيې اړوند د چوک مدد په سیمه کې هغه مهال وشوه چې نامعلومو وسله‌والو په یوه بريد کې دوه ښځينه پوليسې ووژلې.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته د دې پېښې په اړه وویل: "نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې د ارغنداب ولسوالۍ دوه تنه پولیسې چې وظیفې ته په لاره وې، د نامعلومو کسانو له‌خوا ترور او دواړه په شهادت رسېدلي. دا د بل چا نه، بلکې د طالبانو کار دی."

د ښاغلي ناصر په وینا وسله‌وال له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي او دوی د دې پېښي په اړه پلټنې پیل کړې دي.

چارواکي وایي، تر دې پېښي ۱۰ دقيقې وروسته نامعلومو وسله‌والو د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند له پنجوايي دوراهي سره د تلاشۍ په پوسته کې یو پولیس ويشتلی او وژلی دی.

دغه‌راز تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په توره ګاره سیمه کې د ملي پولیسو پر پیاده ګزمې د ماین چاودنه سوې چې په نتیجه کې یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښو مسؤليت چا نه‌دی اخیستی.