که پاکستان، هند سره د افغانستان د سوداګرۍ لاره وتړي اغېزې به‌یې څه وي؟

تورخم ته نږدې یو شمېر پاکستانۍ ټېلرې

د پاکستان د کابینې یو وزیر وايي، صدراعظم عمران خان د هند په وړاندې د پاکستان د هوايي حریم او د افغانستان سره د هند د سوداګرۍ د ځمکنۍ لارې په تړلو غور کوي.

د روېټرز خبري اژانس د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ د وزیر فواد چوهدري له خولې راپور ورکړی چې د سې شنبې په ورځ‌یې «۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۸» ویلي، دا مهال هندوستان لپاره د پاکستان د هوايي حریم او د افغانستان سره د هند د ځمکنۍ سوداګرۍ د لارې د تړلو د پرېکړو پر قانوني اړخونو غور کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی وايي، که پاکستان د افغان سوداګرو په اړوند هند ته د مالونو د رسولو لاره وتړي، افغان حکومت منځنۍ اسیا ته د پاکستان د مالونو مخه ډب کولای شي چې دا چاره هم افغانستان او هم پاکستان ته مالي زیان اړوي.

اجمل اند له خان جان الکوزي سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې که پاکستان له خپلې خاورې هند سره د افغانستان د سوداګرۍ لاره وتړي اغېزې به‌یې څه وي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزي سره مرکه: