بولتون: روحاني سره د ټرمپ د لیدنې وړاندیز د امریکا د دریځ د بدلون معنی نه‌لري

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، د ایران له ولسمشر سره د دې هېواد د اټمي پروګرام پر سر د خبرو لپاره د ولسمشر ټرمپ وړاندیز دا معنی نه‌لري چې د ایران په وړاندې د امریکا دریځ بدل شوی دی.

ښاغلي بولتون د اوکراین پلازمېنې کیف ته د سفر پر مهال د سې شنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۷» دغلته ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، ولسمشر ټرمپ تل په روښانه توګه ویلي چې له هر چا سره مذاکره کوي. هغه یو مذاکره کوونکی او جوړجاړی کوونکی دی، خو د بولتون په وینا له هغو سره خبرې د ولسمشر ټرمپ لپاره په دې معنی نه‌دي چې خپل دریځ بدل کړي.

ښاغلی بولتون وايي: "زما په نظر تاسو په غور وګورئ چې ولسمشر ټرمپ د ایران د اټمي پروګرام په اړه څه ویلي. نوموړي دا د امریکا د ډیپلوماسۍ په تاریخ کې تر ټولو بده معامله بللې ده. دې ته په پام نوموړی نه‌غواړي هماغه تېروتنه چې مخکېني ولسمشر بارک اوباما کړې وه، تکرار کړي."

ښاغلي بولتون د اوکراین پلازمېنې کیف ته د سفر پر مهال د سې شنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۷» دغلته ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې

د ښاغلي بولتون په وینا دا نظر سم نه‌دی چې ایران به د یو لړ کارونو په بندولو چې له اوله‌یې هم باید نه‌وی کړي، اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي.

د سپینۍ ماڼۍ سلاکار زیاته کړه، که یو هر اړخیز جوړجاړی رامنځته شي، له شک پرته پر ایران لګېدلي بندیزونه په یو پړاو کې لیرې کېدای شي، خو هغه زیاته کړه که د ایران رژیم په دې اړه خبرو ته چمتو شي، په هغه صورت کې به لیدنه وشي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې د امریکا متحده ایالات له ایران سره له هغه اټمي تړون وویستل چې په ۲۰۱۵ م کال کې ایران د امریکا په شمول د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو سره لاسلیک کړی و.

د ولسمشر ټرمپ په وینا د دې تړون شرایط هومره جدي نه‌دي چې ایران د اټمي وسلې له جوړولو راوګرځوي او همدارنګه د ټرمپ په باور ایران په سیمه کې د سخت دریځۍ او ترهګرو په ملاتړ د دې تړون له روحیې سرغړونه کړې. ایران دا ادعاوې رد کړې دي.

له دې اټمي تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته د امریکا حکومت پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه ولګول چې د دې هېواد اقتصاد یې سخت زیانمن کړ او د ایراني پیسو ارزښت‌یې ډېر راټیټ کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ «جي ۷» غونډه کې د ګډون پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال وویل که سم او مناسب شرایط برابر شي، چمتو دی چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

تر دې یوه ورځ وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، د ایران دروازې د خبرو اترو لپاره پرانیستې دي، خو د نوموړي په وینا لومړی باید واشنګټن پر ایران لګولي ټول بندیزونه چې حسن روحاني "غیر قانوني او ناعادلانه" وبلل، لیرې کړي.