ازبکستان کې د ږیرې پر ضد کمپاین پراخ انتقادونه راپورته کړي

د ږیرې د خرېیلو مفهومي ګرافیک

په ازبکستان کې د ږیرې پر ضد کمپاین پر خواله رسنیو پراخ انتقادونه راپورته کړي دي.

ازبک امنیتي چارواکي پرون وروسته له هغه د خلکو له مقاومت سره مخامخ شول چې په پلازمېنه تاشکند کې لسګونه نارینه له یوه مارکېټ څخه ونیول وشول او په زوره‌یې ږیرې ورباندې وخرېیل شوې.

پر پولیسو یو له برید کوونکو چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دی هم له هغو لسګونه کسانو څخه وو چې پولیسو د اګسټ پر ۲۳مه ونیول او په زوره د ږیرې خرېیلو لپاره د پولیس مرکز ته وړل شوی وو.

له هغه راهیسې چې شوکت میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، نوموړي په دې هېواد کې د مذهبي ازادیو د محدودیتونو د راکمولو لپاره لږ اقدامات کړي دي.

راپورونه وایي حکومت په ښوونځیو او رسمي دفترونو کې د اسلامي حجاب پر اغوستلو محدودیت ته دوام ورکوي.

په دغه هېواد کې د ۱۹۹۸ کال د یوه قانون له مخې په عامه ځایونو کې د مذهبي کالیو اغوستل منع شول، خو ځیني مذهبي کسان ترې مستثنی دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د اوږدو ږیرو لرونکي کسان په عادي ډول د پولیسو له‌خوا درول کېږي. دا د هغه کمپاین برخه ده چې چارواکو په ازبکستان کې د تندلارې اسلام‌پالۍ سره د مقابلې لپاره پیل کړی.