دفاع وزارت: په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو ۲ قوماندانان ووژل شول

افغان هوايي ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو د وژل کېدو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په شولګرې کې د طالبانو نظامي مسؤل مولوي شیرین او نورالهادي له خپلو نورو ملګرو سره د دوشنبې په ورځ د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

ښاغلی احمدزی وايي: "۴ بجې زموږ هوایي عملیات وو، د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل او له دوی سره یو بل مهم سرګروپ ووژل شول. د دوی ترڅنګ د هغوی ۱۲ تنه نور افراد هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي."

د دفاع وزارت چارواکي وایي له دوو ورځو راهیسې یې د بلخ په ناامنو ولسوالیو کې خپل عملیات ډېر کړي دي.

د دې په خبره په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو مخالفینو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له‌منځه تللې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.