د کونړ چارواکي: له پاکستانه د توغندیو ویشتل په وقفه‌یي ډول دوام لري

د کونړ یوه سرحدي ولسوالۍ

د کونړ چارواکي وایي د دې ولایت پر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د توغندیو ویشتل په وقفه‌یي ډول دوام لري.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې لږ تر لږه ۲۶ توغندي د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لوري د دې ولایت پر شلتن ولسوالۍ ویشتل شوي دي.

ښاغلی مصمم زیاتوي: "تېره ورځ تقریباً ۲۶ راکټونه پر شلتن ولسوالۍ وویشتل شول. دا د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی. مرمۍ له شااوخوا ۱۰ کلونو راهیسې د کونړ پر سرحدي سیمو لګېږي."

د ښاغلي مصمم په خبره د یکشنبې د ورځې په ویشتل شویو توغندویو کې چا ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د کونړ چارواکي وایي په تېره یوه میاشت کې تر ۷۰۰ ډېرې د هاوان مرمۍ او توغندي د پاکستان له خاورې د کونړ پر سرحدي ولسوالیو لګېدلي دي چې ډېری یې په شلتن ولسوالۍ کې دي.

د دوی په خبره په دې بریدونو کې څلور تنه ټپیان او ځیني کورونه ویجاړ شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه دا بریدونه غندلي او هغه‌یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي.

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې، خو دغه هېواد وړاندې افغانستان پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن کړی وو چې د دوی په خبره هغوی په کونړ او ننګرهار کې اوسېږي.

افغانستان دا خبره ردوي.