ډونالد ټرمپ: ډېره وختي وه چې له جواد ظریف سره ووینم

د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، دا ډېره وختي وه چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

جواد ظریف په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال دغلته ناڅاپي سفر کړی و.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا تکرار کړې چې په تهران د رژیم د بدلون هڅه نه‌کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل: "زه د یو ډېر ښه، ډېر پیاوړي ایران هیله لرم او دغلته د رژیم د بدلون په اړه غور نه‌کوو. تاسو ولیدل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دې څه ډول کار وکړ. دا ډېر ښه نه‌و. موږ غواړو چې ایران بیا بډای واوسي، که چېرې دوی غواړي، پرېږدئ چې دوی بډای او ښه واوسي."

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې دا او د جاپان، جرمني، فرانسې، ایټالیا، بریتانیا او کاناډا مشران نن د فرانسې په بیاریڅ ساحلي ښار کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه پای ته رسوي.

ولسمشر ټرمپ دغلته د دوشنبې په ورځ وویل "ایران رښتیا هم دا چانس لري چې خپل ځان جوړ کړي او په رښتیا یو ستر ملت واوسي."، خو د ټرمپ په وینا تهران "باید ترهګري بس کړي."

د یکشنبې په ورځ د فرانسې په بیاریڅ کې د دې سرمشریزې تمرکز کې وروسته له هغې ډراماتیک بدلون راغی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دغلته په لنډ او ناڅاپي سفر ورغی څو د تهران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، نه‌یې غوښتل چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري، ځکه په وینا یې ډېر وختي دی.