له سولې وروسته طالبانو ته د افغان سرتېرو لیدلوری

په کابل کې یو افغان افسر

په دې ورځو کې چې د سولې خبرې تودې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوګړې لاسلیک کېدل نږدې شوي، د افغانستان ځواکونه د جګړې په مورچلو کې له دغې ډلې سره په جګړې بوخت دي.

له طالبانو سره د سولې د هوکړې وروسته به هغه پوځیان چې له دغې ډلې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږی، څه احساس ولري؟

په فاریاب ولایت کې د ملي اردو افسر حامد سیفي وايي: "لوی خدای په قران کې تل سولې ته اشاره کړې ده، سوله زموږ او ستاسې د ټولو غوښتنه ده، خو دا چې د طالبانو پر وړاندې مو احساس څه دی، د سولې د ټینګښت هماغې لحظې ته‌یې پرېږدم."

سیفي چې له کلونو راهیسې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي وايي، د سولې له موافقې وروسته باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینه، ارزښتونه او لاسته راوړنې له نظره ونه‌غورځول شي.

د جنګ د ډګر دغه افسر په دې باور دی چې د افغانستان تاریخ به د طالبانو جنایتونه ونه‌بخښي.

په فاریاب ولایت کې د ملي اردو افسر حامد سیفي

ښاغلی سیفي زیاتوي: "کوم جنایتونه چې د جنګ له قانون نه بهر شوي، او په بازارونو، ښارونو، د خوښیو په مراسمو او یا کورونو کې خلک شهیدان شوي، وبه نه‌بخښل شي او تاریخ به‌یې هېر نه‌کړي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې وروستیو کې ویلي امکان لري چې په همدغه دور مذاکراتو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شي.

خو افغان حکومت دې ته سترګې پر لاره دی چې دغه ډله دې په مستقیمه توګه له حکومت سره مذاکرات ترسره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ اوربند نه‎دی شوی.

افغان وسله‎وال ځواکونه د اساسي قانون او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې سرې کرښې ګڼي او ټینګار کوي چې د وسله‎والو ځواکونو د قربانیانو کورنۍ باید له یاده ونه‎ایستل شي.

په بدخشان ولایت کې د ملي اردو یو سرتېری تمیم وايي: "که هغوی اساسي قانون ته احترام وکړي، او سوله وکړي، موږ ملاحظه نهلرو، خو که بیا سرغړونه وکړي او جنګ ته ادامه ورکړي، نو موږ هم جنګ ته تیار یو."

افغان وسله‌وال ځواکونه په دې ټینګار کوي چې طالبان دې له سولې سره له یوځای کېدو سره سم، له جنګه لاس واخلي.

په هلمند کې یو افغان سرتېری

په شمال ختیځ کې د وسله‎وال پوځ یو افسر شاه علم ازادي رادیو ته وویل: "له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې د افغانستان اساسي قانون ته احترام وکړي، له وژنو دې لاس واخلي. که اساسي قانون ته تسلیم شي، ملي اردو ورسره ستونزه نهلري."

افغان حکومت هم تل ویلي چې د سولې په خبرو کې به د افغان ځواکونو پر سر معامله ونه‌شي.

پخوا تر دې د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي چې له زوره ګټه اخیستنه د امنیتي او دفاعي ځواکونو دنده ده او تر هغې چې د سولې تړون لاسلیک شوی نه‌وي، وسله‌وال ځواکونه به په جدیت سره خپلو دندو ته ادامه ورکوي.