خلیل‌زاد: طالبانو سره له توافق وروسته هم د افغان ځواکونو دفاع کوو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته به امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ پای ته رسوي.

تر دې مخکې روېټرز خبري اژانس په یو راپور کې د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه‌یې نه‌وو اخیستل شوي ویلي وو، د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د احتمالي هوکړې له مخې به امریکا د افغان حکومت ملاتړ پای ته رسوي.

په دې راپور کې د طالب قوماندانانو له قوله زیاته شوې وه چې له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته به امریکايي ځواکونه پر طالبانو بریدونه نه‌کوي، خو وسله‌وال طالبان به د افغان ځواکونو خلاف جګړه روانه ساتي.

خو زلمي خلیل‌زاد نن پر خپل ټویټر ولیکل "د روېټرز خبري اژانس هغه راپور رښتیا نه‌دی چې د دوو بې‌نومه طالب قوماندانانو له خولې یې ویلي، د هر ‌ډول هوکړې د یوې برخې په توګه به (امریکا) د افغان ځواکونو ملاتړ پای ته رسوي."

خلیل‌زاد دا خبرې تبلیغات بللي او زیاته کړې یې ده "موږ به اوس او له طالبانو سره له هر ډول توافق وروسته د افغان ځواکونو دفاع وکړو." د زلمي خلیل‌زاد په وینا د افغانستان راتلونکی به ټول لوري د بین‌الافغاني خبرو له لارې ټاکي.

د افغان ځواکونو په وړاندې د جګړې د دوام په اړه د ځینو طالب قوماندانانو وروستۍ څرګندونې او د زلمي خلیل‌زاد عکس‌العمل په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، هڅه کېږي چې له امریکا سره د سولې هوکړه‌لیک په همدې پړاو کې وروستی شي.