دنیا: که سوله راځي نو تاوتریخوالی د څه لپاره؟

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې لپاره روانو هلو ځلو، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راپورونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې لیکلي، ټاکنې چېرته کېږي او څوک پکې برخه اخلي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خلک له یوه اړخه پر ټاکنو باور نه لري، او له بله اړخه خلک سوله تر ټاکنو غوره ګڼي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، یوازې خلک هم نه دي، بلکې له ولسمشر غني پرته ټول کاندیدان د سولې خبرې کوي او وايي چې که سوله کېږي نو دوی له ټاکنو تېرېږي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، را روانې ټاکنې د اساسي قانون او جمهوریت خلاف هم دي، ځکه خورا کم خلک به پکې برخه واخلي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د خبرو اترو له ګرمېدو سره هم مهاله د اوسني یا راتلونکي ولسواک نظام پرځای د لنډمهالي حکومت موضوع هم د ژبو پر سر کرځي او داسې انګېرل کېږي چې د دواړو لورو د هوکړې په صورت کې به دا کار عملي کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، واقعیت دا دی چې دا د طالبانو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو مهمه غوښتنه ده او ورته د رسېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که امریکا د خپلو موخو او ګټو لپاره چې د افغان سولې پر سر یې له طالبانو او پاکستان سره په معامله کې دي، دغه ډول هوکړه هم وکړي، افغانان به یې پر وړاندې ودرېږي او د سولې په نوم د افغانستان پر سر دا بده معامله به وننګوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي، حکومت د سولې فرصتونه له منځه وړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، تر ټولو لویه اندېښنه د حکومت په تېره د ولسمشر غني منفي دریځ دی چې د سولې په باب یې لري.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که حکومت د سولې په اړه دا منفي دریځ نه درلودی، ښایي د قطر خبرې او توافقات په افغانستان کې د څو لسیزو د بدمرغیو او جګړو د پای ته رسېدو ښه پایلامه شوې وای.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي، که سوله راځي نو تاوتریخوالی د څه لپاره؟

د سرمقالې لیکوال لیکي، د سولې د خبرو اترو له پرمختګ سره مل تاوتریخوالی هم زیات شوی او دواړه خواوې خورا وحشیانه او ظالمانه بریدونه کوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، له دغه شان ګډوډ وضعیت څخه څرګندېږي چې د سولې پر وړاندې لاهم ګڼ خنډونه پاتې دي او د روان تاوتریخوالي د زیاتېدو لاملونه هم د خنډونو شتون دی.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي، د ټاکنو لپاره د اسلامي نړۍ ملاتړ او د افغان حکومت هڅې!

د سرمقالې د لیکوال په باور، له ولسمشریزو ټاکنو د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ او په تېره بیا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې لپاره د دغه سازمان له خوا د هڅو تأیید په اوسنیو حالاتو کې ډېر اړین او ستر ارزښت لري.