د سوداګرۍ خونه: سږکال له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې سږ کال له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شوې ده.

د دې خونې سرپرست خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال له دغه هېواد سره سودګریزه راکړه ورکړه تر ۱۲۰۰ میلیونو ډالرو راښکته شوې وه، خو سږ کال دا شمېر ان یو نیم ميلیارد ډالرو ته پورته شوی دی.

دی وایي: که اړيکې ښې شي، نو د داوړو هېوادونو لپاره په سوداګریزه برخه کې ډېره ښه ده، اوس مهال پاکستان ته زموږ صادرات ډېر شوي او د پاکستان واردات کم شوي دي.

نوموړی وايي، پاکستان ته د افغاني صادراتو ډېرېدل په اقتصادي برخه کې د ځان بساینې په لور ښه اقدام بلل کېږي.

ښاغلی الکوزی همداشان د افغاني مالونو پرمخ د پاکستان له لوري د واګې بندر د خلاصېدو خبر هم ورکوي.

دی وايي، د پاکستان او هندوستان ترمنځ وروستیو سیاسي نانندریو له امله دا بندر د هر ډول سوداګرۍ پر مخ وتړل شو، خو په اسلام اباد کې د افغان سفارت په هلو ځلو بېرته د افغاني مالونو پرمخ خلاص شو چې اوس مهال د ورځې په اوسط ډول له شلو تر دېرشو کانتینرونو پورې وچه او تازه مېوه او نور افغاني محصولات هندوستان ته رسېږي.