ایران د ډموکراسيو د دفاع پر سازمان بندیزونه ولګول

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډموکراسيو د دفاع پر سازمان او د دې سازمان پر مشر بندیزونه ولګول.

د ډموکراسیو د دفاع سازمان له واشنګټنه فعالیت کوي.

ایران ویلي چې دې سازمان د ایران پر ضد بندیزونو او "اقتصادي ترورېزم " ته وده ورکړې ده.

د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس فارس په ګډون یو شمېر ایراني رسنیو پرون د اګست په څلرویشتمه د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو بیان خپور کړی و چې په هغه کې ویل شوي وو چې د ډموکراسیو د دفاع سازمان او د هغې ادارې مشر مارک دوبویتز د ایران پر ضد کماپین کړی، "دروغ" یې خپاره کړي او "عمداً" یې د ایران مهمو ګټو ته تاوان رسولی دی.

خو مارک دوبویتز د ایران د دې اقدام په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې د هغه سازمان د ایران د رژیم له لوري په هر ډول لېست کې خپل شمولیت د ځان لپاره د ویاړ خبره ګڼي.

د ډموکراسیو د دفاع سازمان له واشنګټنه په کلکه د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټمي موافقې مخالفت کاوه.