په بدخشان کې د مچیو روزنه او د شاتو توليدات زیات شوي

په بدخشان کې د شاتو د مچیو د یوه فارم انځور

په بدخشان ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د مچیو روزنه او د شاتو توليدات زیات شوي دي.

د بدخشان د کرنې رئیس معین الدین عیني نن ازادي راډيو ته وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د شاتو د مچیو د روزنې لپاره ښه زمینه برابره شوې او دا مهال یې بازار تود دی.

ښاغلی عیني وايي، په کلني ډول په منځنۍ کچه له هر کندو ۳۰ کیلو ګرامه شات لاسته راځي.

د شاتو د مچيو یوه روزونکي مبارز ساعي ازادي راډيو ته وویل چې د شاتو تولید ډېرو کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي دي.

دوی وايي، له کرنې ریاست سره په همکارۍ هڅه کوي چې د شاتو د تولید فارمونه زیات کړي.