نن په فرانسه کې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د فرانسې په جنوب کې د بیریټز په سیمه کې د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیل شي.

دا دوه ورځنۍ غونډه ښایي د ایران د اټمي پروګرام او له دې ډلې سره د روسیې د احتمالي یوځای کېدو له امله پېچلو بحثونو ته لار پرانیزي.

په دې غونډه کې چې کوربه به یې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وي، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي.

ډونالد ټرمپ له واشنګټن څخه د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل چې دی تمه لري چې د جي اووه ډلې له غړو سره به یې خبرې ډېرې ګټورې وي.

په دې غونډه کې به د جي اووه د نورو غړو جرمني، کاناډا، ایټالیا، او جاپان سربېره د هند صدراعظم نریندرا مودي هم ګډون وکړي.