جواد ظریف د فرانسې له جمهور رئیس سره خپلې خبرې اغېزمنې بللي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره یې د فرانسې له جمهور رئیس ایمانوئل مکرون سره اغېزمنې خبرې کړي دي.

ظریف او مکرون پرون د اګست په درویشتمه په پاریس کې وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبرې اژانس ته وویل: د فرانسې او ایران ولسمشرانو په وروستیو څو اوونیو کې خبرې سره کړي، د خبرو هدف دا دی چې وکتل شي چې څرنګه دا موافقه عملي کولی شو.

د ایران یو شمېر رسنیو د ظریف په حواله ویلي چې له مکرون سره تر کتنې وروسته فرانسې او ایران د موافقې د عملي کولو په اړه ځيني وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو تېر کال له ایران سره له اټمي موافقې د وتلو اعلان وکړ.

د امریکا دې کار د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې د لغوه کېدو خطر رامنځته کړ، خو د موافقې اروپايي اړخونه هڅه کوي چې ویې ژغوري.