القاعده شبکې ادعا کړې چې پاکستان د دې ډلې د مشر مېرمن نیولې

د القاعده شبکې مشر ایمن الزواهري

د القاعده شبکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې د ایمن الزواهري ښځه او د دې ډلې د دوو وژل شویو وسله والو کورنۍ یې نیولي دي.

د القاعده شبکې د ادعا پر اساس، پاکستاني امنیتي ځواکونو تقریباً یو کال مخکې دا کار کړی دی.

دا خبر پرون د اګست په درویشتمه د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس خپور کړی دی.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د دې افراطي ډلې رهبرۍ په یوه بیان کې ادعا کړې چې د پاکستان "خاینو" امنیتي ځواکونو یو کال مخکې د ایمن الزواهري ښځه او څو نور کسان چې له وزیرستانه د سختو ببمباریو له امله وتل، نیولي دي.

په بیان کې لیکل شوي: موږ د پاکستان حکومت، د هغوي خاین پوځ او د هغوی امریکايي لارښودونکي د هغوی د جنایتکارو فعالیتونو مسؤل ګڼو.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې مسئله غبرګون نه دی څرګند کړی.

ایمن الزواهري په خټه مصری دی.

کله چې د امریکا خاصو ځواکونو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان په ابټ اباد سیمه کې په پوځي عملیاتو کې اسامه بن لادن مړ کړ، ایمن الزواهري د القاعده مشر وټاکل شو.

باور پر دې دی چې ایمن الزواهري هم په سیمه کې پټ دی.

اسامه بن لادن چې په خټه د سعودي عربستان و، د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکی و.

په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې تر خونړیو حملو وروسته القاعده شبکه مسؤله وګڼل شوه او کله چې د امریکا متحدو ایالاتو په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړه پېل کړه، اسامه بن لادن بې درکه شو.

سره له دې چې پاکستان د ترورېزم پر ضد په دې جنګ کې د امریکا له اساسي متحدانو ګڼل کېده، په ۲۰۱۱ میلادی کال کې د امریکا خاصو ځواکونو ته جوته شوه چې اسامه بن لادن په ابټ اباد کې و او د هغه د وژلو لپاره یې خاص عملیات وکړل.

د القاعده شبکې د دوهم مشر، ایمن الزواهري د موقعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د زواهري د ښځې د نیول کېدو په اړه د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په رپوټ کې نور جزیات هم نه دي ورکړل شوي او نه دي ویل شوي چې د زواهري ښځې او ورسره نورو ملګرو کسانو په وزیرستان کې څه کول او څومره موده هلته اوسېدل.

په رپوټ کې دا هم نه دي ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هغوی چېرته یا په کومو شرایطو ساتلي دي.