د سیاسي مشرانو او فعالانو له نیولو او بندي کولو د عمران خان هدف څه دی؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان

عمران خان یو کال وروسته له دې چې د پاکستان د صدراعظم په توګه یې د چارو واګي په لاس کې واخیستې، داسې ښکاري چې د سیاسي مشرانو او فعالانو د نیولو او بندي کولو په وسیله د اپوزیسیون د اعتراضونو مخه نیسي.

که څه هم پاکستاني چارواکي د سېستماتیک کمپاین په ترڅ کې د اپوزیسیون په ځپلو کې د لاس لرلو ادعاوې ردوي، خو د کابینې د یوه غړي وروستۍ څرګندونې د حکومت له خوا د اپوزیسیون د ځپلو له لارې د قدرت د ساتلو لپاره له یوه متمرکز پلان څخه پرده پورته کوي.

د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه په دې وروستیو کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې موږ ټول هغه کسان نیسو چې غله دي.

شاه په پنجابي ژبه د کنځلو په وسیله د اپوزیسیون پر وړاندې خپله ټوله کرکه څرګنده کړه.

هغه په تحریک انصاف ګوند کې له خپلو پلویانو وپوښتل: اوس به څوک ازاد پاتې شي او د حکومت پرضد به په خلاص مټ مبارزه وکړي او څوک به په انتخاباتو کې سیالي راسره وکړي.

اعجاز شاه د استخباراتو متقاعد برید جنرال، د شویو ادعاوو له مخې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د جنرال پروېز مشرف د پوځي واکمنۍ پرمهال د سیاستونو په طراحۍ او د رژیم د سیاسي مخالفینو په نښه کولو کې لاس درلود.

د پاکستان پخوانی واکمن جنرال پرویز مشرف

په پاکستان کې د فساد، ترور او د مخدره موادو په کاروبار کې د لاس لرلو په تور د سیاستوالو د بندي کولو فهرست اوږدېږي.

پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري، دوه پخواني صدراعظمان نوازشریف او شاهد خاقان عباسي، د کابینې ګڼ غړي، وکیلان او لسګونه فعالان په دې فهرست کې شامل دي.

په اسلام اباد کې خپلواک ژورنالېست طلعت حسین وايي، د عمران خان اداره فکر نه کوي چې د سیاستوالو یا عامو خلکو له خوا کوم ګواښ ورته متوجې دی.

حسین پر خپل یوټیوب چېنل کې په یوه تحلیلي وینا کې ویلي، دا ځکه چې عمران خان ډاډه دی چې پوځ ورسره ولاړ دی، د رسنیو ژبه یې د سخت سانسور په وسیله بنده کړې او په دې توګه یې پر واک قبضه لګولې.

حسین زیاتوي: هغوی دې نتیجې ته رسېدلي چې بهرنۍ نړۍ د پاکستان له کورنیو مسایلو سره هېڅ علاقه نه لري او د دې معنا دا ده چې د عمران خان لاس په کورنیو مسایلو کې ازاد دی.

د اپوزیسیون په سیاستوالو کې پخوانی صدراعظم نوازشریف بې له شکه تر ټولو مخکښ سیاسي بندي دی چې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې په بهر کې د پټو پانګو د لرلو په تور د سترې محکمې د حکم په اساس له واکه لېرې شو او تېر کال د فساد په یوه قضیه کې په اووه کاله بند محکوم شو.

شریف چې د مسلم لیګ نواز د څانګې مشر و، د فساد تورونه رد کړي دي.

سږکال د جولای په پیل کې د نوازشریف لور مریم نواز د اعتراض غږ اوچت کړ او هغه پټه ثبت شوې ویډیو یې خپره کړه چې قاضي ارشد ملک د مسلم لیګ نواز د ګوند له یو غړي سره خبرې کوي او ورته وايي چې ناپېژاندو کسانو دی اړ کړ چې د شریف پرضد حکم وکړي، کنه د ده خصوصي ویډیويي تصاویر به خپاره کړي، خو مریم هم د اګست په اتمه نېټه د احتساب د ملي ادارې په نوم د فساد پر ضد د مبارزې د ادارې له خوا د فساد په یوه قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شوه.

د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز

پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او خور یې فریال تالپور چې دواړه د پارلمان غړي دي، هم د پاکستان د پیپل پارټۍ له هغو مخکښو مشرانو څخه دي چې د احتساب ملي ادارې نیولي دي.

اپوزیسیون پر حکومت تور لګوي چې د سیاستوالو د قرباني کولو لپاره له دې ادارې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، خو حکومت دا تورونه ردوي.

د زرداري او د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو زوی بلاول بوټو زرداري د پارلمان غړو ته وویل، تاریخ به په یاد وساتي چې عمران خان هغه څوک چې تل یې د عدالت نارې وهلې، مریم نواز له کوم نوي حکم پرته بندي کړه.

له دې ټولو سره سره د اپوزیسون د ګوندونو مشرانو په راروان مني کې پراخ اعتراضونه پلان کړي، ځکه د موسم له ښه کېدو سره په ګڼ شمېر د خلکو راټولول اسانه کېږي.