د روسيې سياسي مخالف الکسي ناوالني له زندانه خوشې شوى

د روسيې سياسي مخالف الکسي ناوالني

د روسيې د سياسي مخالف الکسي ناوالني ويانده وايي، وروسته له هغې چې د مسکو يوې محکمې د ناوالنې د بند د سزا د تمديد پېشنهاد رد کړ، نوموړى له زندان څخه خوشې شوى دى.

کيرا يارمېش د خپل ټوېټر په حساب کې د ناوالني عکسونه خپاره کړي چې نن سهار له توقيف ځاى څخه د راوتلو په حال کې دى.

په يوه عکس کې ناوالني ښکاري چې له دروازې دباندې د خبريالانو يوې ډلې ته خبرې کوي.

الکسي ناوالني چې د کرملين له انتقادکوونکو دى، تېره مياشت وروسته له هغې په ٣٠ ورځني بند محکوم شو چې له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په يوه ممنوعه اعتراض کې برخه واخلي.

ناوالني د بند په وخت کې پر خپل مخ د داغونو له کبله روغتون ته هم لېږدول شوى و.

ډاکټرانو ويلي چې دغه داغونه يې پر مخ د حساسيت له کبله پيدا شوي دي.

خو د هغه ځيني ملاتړي شک لري چې دى ښايي مسموم کړاى شوى وي.