ولسمشر غني: طالبان د دې هېواد دي، خو د هېواد برخلیک ټاکونکي نه دي

ولسمشر اشرف غني وايي چې د ولسمشرۍ انتخابات د سولې له روانو هڅو سره کېږي او د سولې روان بهیر یې مخه نشي نیولی.

ښاغلي غني پرون پنجشنبې د سوالونو او ځوابونو په یوه غونډه کې چې د طلوع د خصوصي ټلویزیون په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو د هغې غوښتنې په اړه چې وايي د ولسمشرۍ انتخابات دې وځنډول شي، د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې د طالبانو دا غوښتنه د خلکو د هیلو خلاف ده.

دی وایي: طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي، انتخابات د خلکو حق دی او د افغانستان خلکو پرېکړه کړې چې مشروع دولت ولري.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نږدې پنځه اوونۍ پاتې دي، خو په عین حال کې د راپورونو له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د خبرو نهم پړاو پیل کړ.

دواړو لوریو ویلي چې د سولې یوې موافقې ته ډېر نږدې شوي دي.

د خبرو په تېرو اتو پړاوونو کې افغان حکومت حضور نه درلود خو ولسمشر غني په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل، د احتمالي سولې هر راز تړون به د افغانستان له حکومت سره کېږي.