ایران د هوایي مدافعې له نوي توغندویي سیستم پرده پورته کړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني له "باور ۳۷۳" توغندويي سیستم څخه د پرده پورته کولو په مراسمو کې د وینا پر مهال

ایران نن د هوایي مدافعې له یوه نوي توغندویي سیستم څخه پرده پورته کړه.

د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني وویل، دښمن له ایران سره خبرې نه، بلکې د زور په ژبه خبرې کوي، نو نور د سولې د خبرو مېز زموږ لپاره مطرح نه‌دی او پر پوځي وړتیاوو باید باور وکړو.

دلته ده چې "باور ۳۷۳" ته اړتیا ده.

دا له ځمکې څخه هوا ته د هغه نوي لیرې واټن ویشتونکي توغندي نوم دی چې ایران جوړ کړی.

روحاني په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل، کله چې دښمنان منطق نه‌مني موږ یې هم په وړاندې له منطقه کار نه‌شو اخیستی.

د ایران د "باور ۳۷۳" توغندي ازمویل

ښاغلی روحاني زیاتوي: "کله چې مقابل لوری توغندی را استوي، موږ د میدان منځ ته راشو او وینا شروع کړو او ووایو چې ښاغلی توغندی دلته زموږ هېواد دی، دلته بې‌ګناه خلک دي، د توغول شوي توغندي ښاغلیه که کولای شئ، بټنه‌یې ووهئ چې دغه توغندی په هوا کې وچوي او لاندې راپرېنوځي."

د روحاني دغه څرګندونې او د دې هېواد له‌خوا جوړ شوي نوي توغندي څخه پرده پورته کول د هغې لفظي جګړې د لړۍ وروستۍ ناندرۍ دي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ له یوې مودې راهیسې پیل شوي.

ډېر لوري دې ته اندېښنه لري چې دغه وضعیت ښایي پوځي کړکېچ ته لاره هواره کړي.

پوځي ماهران وایي، د ایران دغه د "باور ۳۷۳" هوایي مدافعې نوی توغندويي سیستم د روسیې "اس-۳۰۰" میزایلو سیستم ته ورته دی چې تهران د ایران د ملي دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت نندارې ته وړاندې کړ.

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د توغندي دغه سیستم ۳۰۰ کیلومتره لیرې هدف موندلی او په ۲۰۰ کیلومترۍ کې یې ویجاړولی شي.

ایران په تېره جون میاشت کې هم په خپل یوه له ځمکې نه هوا ته توغندي سره، په فارس خلیج کې د امریکا د پوځ یوه بې‌پیلوټه الوتکه یا ډرون ایشتې او رانسکوره کړې وه.

د "باور ۳۷۳" هوایي مدافعې نوی توغندويي سیستم د روسیې "اس-۳۰۰" میزایلو سیستم ته ورته دی.

له کله چې متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه وتلی او پر دې هېواد یې بندیزونه بېرته لګولي، د ایران اقتصاد یې ډېر زیانمن کړی دی.

تېل چې د ایران د عوایدو یوه مهمه سرچینه بلل کېږي او د متحده ایالاتو په بندیزونو کې د مالي سکټور ترڅنګ په نښه شوی، د دې هېواد د تېلو صادرات اوس په ورځ کې ۳۰۰ زره بېرله تېلو ته راښکته شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق «IMF» هم ویلي چې سږ کال به د ایران اقتصاد په سلو کې شپږ کمزوری شي.

د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د لفظي جګړې له تېزېدو سره سره تهران ویلي چې نه‌غواړي واشنګټن سره په تقابل کې ولوېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن د ناروې د نړیوالو چارو انسټټیوټ کې بیا دغه خبره تکرار کړه او ویې‌ویل، که په خلیج کې جګړه ونښلي، زه درته ویلی شم چې هغه به موږ نه‌وي پیل کړې، خو موږ به له خپل ځان نه دفاع وکړو.