د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د کروز ازمویلو په اړه غونډه کوي

ارشیف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه. د ۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۰مه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (پنجشنبه ) د چین او روسیې په غوښتنه یوه پرانیستې غونډه کوي چې په‌کې به د امریکا د متحده ایالاتونو له‌خوا د یو کروز توغندي په ازمایښتي توغولو بحث وشي. امریکا دا ازموینه د اګسټ په ۱۹مه نېټه وکړه.

د روېټرز خبري اژانس وايي، د روسیې په غوښتنه کې راغلي چې دا غونډه "د امریکايي چارواکو د هغو بیانونو په اړه ده چې وايي پلان لري د منځني واټن ویشتونکو توغنديو ته پراختیا ورکړي او ځای پر ځای یې کړي."

په دې اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د درې لسیزو زوړ تړون د دې میاشتې په لومړیو کې مات شو. د امریکا د اګسټ په دوهمه نېټه په رسمي توګه د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو له هغه تړون ووته چې په ۱۹۸۷ م کال کې لاسلیک شوی و.

دا تړون له ځمکې څخه په ویشتل کېدونکو هغو کروز او بالیستیک توغندیو چې له ۵۰۰ کیلومترو تر پنځه نیم زره کیلو مترو پورې واټن ویشتلی شي، بندیز لګوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیال دمیتري پولینسکي ویلي "بېره له دې کبله ده چې ډېر ګواښونه شته. موږ د وسلو د یوې نوې سیالۍ په درشل کې یوو او غواړو چې پر دې موضوع بحث وکړو."

د امریکا د دفاع وزارت د دې اوونۍ پیل کې وویل، یو داسې توغندی یې توغولی چې په ۵۰۰ کیلومتره واټن کې هدف ویشتلی شي.