ولسمشر غني د دارالامان ماڼۍ پرانیسته

د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دارالامان رغېدلې ماڼۍ پرانیسته.

ښاغلي غني په دغو مراسمو کې وویل: "نن موږ د دارالامان له ورانې او ویجاړې ماڼۍ څخه بیا دارالامان جوړ کړ، مبارک مو شه، مبارک مو شه!"

په دې مراسمو کې د امان‌الله خان د لور شهزادګۍ هندیا په ګډون یو شمېر حکومتي چارواکو، سیاستوالو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

د دارالامان د ماڼۍ د بیارغېدو چارې د ۲۰۱۶ کال د مې په میاشت کې پیل شوې وې. پر دې ماڼۍ نږدې ۱۰ میلیونه ډالر ولګېدل.

دا ماڼۍ د امان‌الله خان د پاچاهۍ پر مهال د ۱۹۲۰ میلادي لسیزې په لومړیو کې ودانه شوې وه، خو په ۱۹۹۰ میلادي لسیزه کې د کورنیو جګړو پر مهال سخته زیانمنه شوه.