خلیلزاد: له طالبانو سره هوکړې ته چمتو یوو، خو که طالبان چمتو وي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې له طالبانو سره یوې نهایي هوکړې ته چمتو دي، خو که طالبان هم ورته چمتووالی ولري.

زلمي خلیلزاد تېره شپه پر یوه ټوېټر لیکلي چې په واشنګټن کې یې ګټوره اوونۍ درلوده، مشرانو ته یې په دې اړه چې اوس په کوم پړاو کې یوو او په راتلونکي کې به څه ګامونه پورته شي، معلومات ورکړل.

خلیلزاد لیکلي چې بېرته سیمې ته په لاره دی، لومړی تم ځای یې دوحه ده او هڅه به وکړي چې پاتې موضوعات هم سره راغونډ کړي، دوی چمتو دي او وبه ګوري چې ایا طالبان هم دې کار ته تیار دي؟

دا به د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد نهم ځل خبرې وي چې دی یې مخ ته وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې ویلي چې زلمی خلیلزاد د سې شنبې په ورځ قطر او افغانستان ته په سفر ځي.

نوموړی به د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو په هدف د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه په دوحه کې بیا د طالبانو له استازو سره خبرې پیل کړي او په کابل کې به هم د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې وکړي او په بین الافغاني خبرو کې بشپړې برخې اخیستو ته به یې وهڅوي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د یوه پنځلس کسیز پلاوي د جوړېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه یې نومونه نه دي په ډاګه کړي.

په قطرکې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین نن پر یوه ټوېټر پر دې مسئلې چې ولې د دې پلاوي نومونه نه په ډاګه کېږي، انتقاد کړی دی.

شاهین ویلي، د سیاسي جهتونو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم د غړو د نومونو پټ ساتل یا خو د اختلاف له امله دي او یا هم د خاصې زورواکې کړۍ په اختیار کي دي چې بیا نو د ټولو جهتونو مشترک ټیم نه بلل کېږي او نه هم د فیصلې واک او د سیاسي جهتونو ملاتړ لري، سیاسي جهتونه دې هم خپل موقف ښکاره کړي.