ټرمپ غواړي چې جان سالیوان په روسیه کې د امریکا سفیر وټاکي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالېوان

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ ویلي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالېوان په مسکو کې د واشنګټن ډېر ښه راتلونکی سفیر کېدی شي.

په مسکو کې د امریکا اوسني سفیر جان هُنټسمن د دې میاشتې په پیل کې خپله استعفا اعلان کړه.

ټرمپ دا خبره د سې شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د رومانیا د ورغلي ولسمشر کلاوس یوهانیس سره د لیدو پر مهال خبریالانو ته وکړه.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې وویل، تمه ده چې ټرمپ به سالېوان پر دې ډیپلوماتیک پوسټ وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې په یو حساس پړاو کې دي.

په مسکو کې د واشنګټن اوسني سفیر هُنټسمن د اګست په اتمه نېټه په یوه لیک کې وویل، نوموړی به د اکتوبر په درېیمه نېټه له دوه کلن ماموریت وروسته په مسکو کې د سفیر په توګه له دندې استعفا وکړي.

د امریکا د اوتا ایالت خبري رسنیو په څو راپورونو کې ویلي چې د دې ایالت پخوانی والي هنټسمن به د خپلې پخوانۍ دندې د بېرته ترلاسه کولو لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د سې شنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې د یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو له خولې ویلي چې د دوی لپاره په مسکو کې د سفیر په توګه د سالېوان انتخاب د نوموړي محدودې ډیپلوماتیکې تجربې ته په پام حیرانوونکی دی.