پامپیو: د داعش د حملو کولو توان تر ډېره حده له منځه تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تائید کړې چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ځینو سیمو کې خپل قدرت زیات کړی، خو ویلي یې دي چې د حملو کولو توان یې تر ډېره حده له منځه تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له (سي بي اېس) ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې وضعیت پېچلی دی، خو ځیني سیمې شته چې هلته د داعش وسله واله ډله د درېيو یا څلورو کلونو مخکې په پرتله پیاوړې شوې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډېسمبر میاشت کې ویلي وو چې امریکايي ځواکونه توانېدلي دي چې په سوریه کې د داعش وسله وال وځپل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د ځپلو لپاره د نړۍ د اتیا هېوادونو پلان بریالی و، خو د دې ګواښ شته چې د داعش او القاعده په څېر افراطي ډلې بیا را څرګندې شي.