پوهنې وزارت په شکر درې ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځي سوځونه غندلې

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

د افغانستان د پوهنې وزارت پر دې چې ناڅرګندو کسانو په شکر درې کې د نجونو یوې لېسې ته اور اچولی، خواشیني څرګنده کړې او دا کار یې غندلی دی.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نن د اګست په شلمه سهار ازادي راډیو ته وویل چې په شکر دره کې د ښوونځي د تخریب له امله اووه سوه زده کوونکې نجونې بې برخلیکه پاتې شوي دي.

نزهت وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې اړه چې دې ښونځي ته چا اور اچولی، څېړنې کوي او هغوی به څرګنده کړي چې د دې پېښې شاته د چا لاس دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د اګست په شلمه پر ټوېټر خبر ورکړی و چې په شکر دره کې د نجونو ښونځی تېره شپه وسله والو طالبانو سوځولی دی.

د شکر درې ولسوال شاه محمد ابراهیم خېل د ازادي راډیو خبریال ته نن سهار ویلي چې د نسوان بویه زار ناصري ښوونځي ته وسله والو طالبانو اور اچولی دی.

وسله والو طالبانو نن رد کړه چې په شکر دره کې یې ښوونځي ته اور اچولی دی.