ویسا: داعش په هېواد کې فکري تومنه نه لري

د کابل د نن ورځې چاپ شویو ورځپاڼو د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځې او وروستیو امنیتي پېښو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه په وینو ونمانځل شوه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم افغان حکومت د دغې ورځې د نمانځنې لپاره ۳۸۴ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې وه، خو د هېواد دښمنانو پرې نښوده ده چې افغانان د خوښۍ دغه ورځ په ارام زړه ونمانځي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د ننګرهار د تېرې ورځې بېلابېلو چاودونو چې لسګونه کسان يې ټپيان کړل، په ډاګه کړه چې دښمن ته د افغانانو خوشحالي د منلو وړ نه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم امنیتي ځواکونو د دغې ورځې لپاره د پراخو امنیتي ترتیباتو د نیولو اعلان کړی و، خو بیا هم د ناامنۍ پېښو خلکو ته زیان ورساوه.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا د کابل وروستۍ خونړۍ انتحاري حملې ته چې د یوه واده په مراسمو وشوه اشاره کړې او لیکلي یې دي چې هغه واده چې په وینو بدل شو.

سرمقاله لیکونکی سپارښتنه کوي چې د هېواد په اوسنیو ناامنه شرایطو کې باید کشفي او استخباراتي ارګانونه ډېر پام وکړي، تر څو د دغه ډول خونړیو پېښو مخه ونیول شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د دغه حملې په غبرګون کې د حکومت له لوري د خپلواکۍ د جشن لغوه کول او د ولسمشر له لوري د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د چټکې مبارزې یادونه د هرکلي وړ دي، خو بسنه نه کوي، باید حکومتي مشران د دغه ډول پېښو جدي څېړنه وکړي او هغه امنیتي چارواکي چې وظیفوي غفلت يې کړی، سزا ورکړل شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د افغان ولسمشر د تېرې ورځې څرګندونې راخیستي او لیکلي یې دي چې داعش یا اسلامي دولت ډله فکري نه بلکې استخباراتي ډله ده.

د سرمقالي لیکوال لیکي چې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې دغه وسله واله ډله داسې ښودله چې ګوندې په هېواد کې فکري بستر لري، خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې دغه ډله په هېواد کې فکري تومنه نه لري او په طبیعي ډول په افغانستان کې دغه ډول ډلو ته ځای نشته.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن د مراسمو په اړه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغه جشن په بېلابېلو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شو.

ورځپاڼه لیکي چې په پلازمېنه کابل کې افغان ولسمشر د ازادۍ پر څلي د ګلونو ګېډې کېښودې او په جلال اباد کې د سیمه ییزو چارواکو له لوري د غازي امان الله خان پر قبر ګلان کېښودل شول.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د همدې ورځې په ویاړ د حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د قران کریم ختمونه وشول او په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې دغه ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه او حتا په عربي متحده اماراتو کې د نړۍ ستر برج خلیفه د افغانستان په ملي بیرغ روښانه شو.