د انتخاباتو کمېسیون: حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې

د بایومټریک انتخاباتي دستګاه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې ده.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال دغه دستګاوې په ولایتونو کې د رأیو مرکزونو استولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي.

ده وویل: څه باندې ۱۸ زره دستګاوې د مرکزي احصایې له خوا او ۱۷ زره نورې د حکومت له خوا اخيستل شوي او د انتخاباتو کمېسیون ته ورکړل شوي دي، نو کمېسیون اوس د بایومټریک دستګاوو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې حکومت د دغو دستګاوو په برابرولو او د انتخاباتي موادو د انتقال په برخه کې همکاري نه ده کړې.

ښاغلی سادات وایي، ستونزې ېې تر ډېره هوارې کړي او له ژمنې سره سم به پر ټاکلي وخت ولسمشریز انتخابات ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د میزان یا تلې ۶مه نېټه ټاکل شوې ده.

د ولسمشر اشرف غني په ګډون اتلسو کسانو دغو انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي دي.