امریکا په لومړي ځل له ځمکې ځمکه ویشتونکی کروز توغندی ازمویلی

د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالات وایي، له روسیې سره د آی اېم اېف تړون تر لغوه کېدو وروسته یې په لومړي ځل له ځمکې ځمکه ویشتونکی کروز توغندی ازمویلی دی.

آی اېم اېف یا د منځني واټن اټمي وسلې د کنټرول تړون چې په ۱۹۸۷ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و، د روانې میاشتې په لومړیو کې فسخه شو.

د امریکا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ یو کروز توغندی د کلیفورنیا په سن نیکولسن ټاپو کې وازمایه.

دغه وزارت وایي، دغه توغندي په څه باندې ۵۰۰ کیلومتره واټن کې هدف وویشته.

مخکې تر دې چې امریکا د اګست په دوهمه د آی اېم اېف له تړونه ووځي، واشنګټن او متحدینو یې روسیه تورنه کړه چې د (9M729) په پراخولو سره یې له یاد تړونه سرغړونه کړې ده.

مسکو بیا ادعا کوله چې په ختیځې اروپا کې د امریکا د راکټي دفاعي سېستم نصبول له تړونه سرغړونه ده، خو دواړو هېوادونو د یو بل ادعاوې رد کړي دي.