د افغانستان اقلیتونه کومې ستونزې لري؟

افغان سیکان او هندوان

سل کاله وړاندې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د اقلیتونو مدني حقونه خوندي او ژوند یې هوسا و، خو اوس ځينې اقلیتونه وایي چې په ټولنه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

هندو دلیپ سنګ او یهودي زبولون سیمینتوف چې دواړه د افغانستان تبعه دي، د یکشنبې په ورځ یې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که دغو اقلیتونو ته پاملرنه ونه شي، افغانستان به پرېږدي.

۸۳ کلن دلیپ سینګ چې د غزني ولایت د قره باغ له ولسوالۍ کابل ته راغلی، وایي چې د سردار داود خان د واکمنۍ پر مهال به د افغانستان د خپلواکۍ د نمانځلو لپاره له یوه ولایته بل ته تلل او حقوق یې هم خوندي وو.

دی وایي: هغه وخت مو ازاد ژوند کاوه، له قرباغ ولسوالۍ به کابل او نور ځایونو ته ان د شپې ناوخته تللو چې د بایسکل دوه ساعته مزل و، هغه وخت ژوند تر اوسني ژونده لکه د ځمکې او اسمان هومره توپیر لري.

افغان هندوې مېرمنې

دلیپ سنګ وایي، اوس له زیاتو ستونزو سره مخ دي چې له امله یې ډېر هندو مذهبه افغانان کډوالېدو ته اړ شوي دي.

ده زیاته کړه: له دې ځایه چې زموږ خلک کډه شول، لامل یې دا و چې بدبختي او بې سوادي زیاته ده، ماشومان مو د مذهبي تبیض له امله له زده کړو پاتې شول، خلک مو ځوروي، وایي چې دا پټکي مو ولې تړلي، ولې نه مسلمانېږئ؟

دلیپ سنګ وایي، که د دوی ستونزې کمې نشي، ګڼې نورې هندو مذهبې کورنۍ به هم له افغانستانه نورو هېوادونو ته لاړې شي.

مخکې له دې په افغانستان کې د هندوانو اوسیکانو د کورنیو شمېر شااوخوا ۸۰۰۰۰ اته رسېده، خو د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو له امله هندوستان، جرمني، انګلستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

اوس په ټول افغانستان کې نږدې دوه سوه هندو مذهبې کورنۍ مېشتې دي.

د یادونې ده چې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په لومړي ځل د هندو مذهبو افغانانو مدني حقوق د افغانستان په اساسي قانون یا نظام نامه کې ځای شول.

تر هغې مخکې هندو مذهبي افغانان د اقلیتوالي له امله اړ وو چې نارنجي رنګه کالي واغوندي، خو شاه امان الله خان دا قیودات مات کړل.

۵۳ کلن زبولون سیمینتوف یهودي مذهبی افغان بیا وایي چې که څه هم دی اوس او پخوا د اقلیتولۍ له مخې له ستونزې سره نه دی مخ شوی، خو پخوا به ورته پاملرنه کېده او اوس ورته نه کېږي.

ده وویل: پخوا ښه وختونه وو، اوس هم څه ستونزه نه لرم، خو هغه وخت اقلیت او اکثریت ټول یو وو، پر ټولو هندو، مسلمان، یهودي، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک ... ټول یو شان قانون پلی کېده او ټول د یو واحد افغانستان وګړي وو، ما دوه دورې داود خان او ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال عسکري هم کړې ده.

۳۹ کلن زبولون سیمینتوف د افغانستان د هرات ولایت دی، خو اوس په کابل کې اوسېږي.

د افغانستان دغه هندو مذهبی او یهودي زبولون وایي، که یې د اقلیتوالي له امله ستونزې کمې شي، د تېرو وختونو په شان به د افغانستان کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په نمانځنه کې د ټولو افغانانو په څېر په ډاډه زړه ګډون وکړي.