روغتیایي مسؤلین: په جلال اباد کې ۱۱ چاودنو له ۷۰ تنو ډېر ټپیان کړي

په ننګرهار کې ۱۱ چاودنو له ۷۰ تنه ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند مبارز اتل ازادي راډيو ته وويل چې په خوګياڼو ولسوالۍ او مرکز جلال اباد کې ۱۱ چاودنې شوي چې پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د مرکزي روغتون وياند ګلزاده سنګر بيا وايي چې له چاودنو ورته ۷۰ تنو ډېر ټپيان ور وړل شوي چې ۲۳ یې ماشومان دي.

له دې جلا په لغمان کې پر یوه کور د هاوان د ګولۍ د لګېدو له کبله ۶ تنه برسېرن ژوبل شوي دي.

تراوسه د دولت کومې وسله والې ډلې د ننګرهار او لغمان د بریدونو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، خو ګومان کېږي چې دا بریدونه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشنونو د ګډوډولو په هدف شوي وي.