د کندز ځیني اوسېدونکي:‌ د خپلو حقوقي موضوعاتو د حل لپاره طالبانو ته مراجعه کوو

ارشیف، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې وسله‌وال طالبان د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو د دعوا د حل پر مهال. (انځور تزئیني بڼه لري)

د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي د خپلو حقوقي موضوعاتو د حل لپاره د طالبانو عدلي او قضايي کمېسیونونو ته مراجعه کوي.

دوی وايي، د خپلو ټولنیزو او حقوقي ستونزو د حل لپاره ځکه د وسله‌والو طالبانو کمېسیونونو ته مراجعه کوي چې په دولتي ارګانونو کې د دوی حقوقي او داسې نورو ستونزو ته په وخت سره پاملرنه او رسېدنه نه‌کېږي.

د کندز د خان‌اباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عبدالغني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو حقوقي مشکل درلود څو وارې مو دولت ته مراجعه وکړه، خو په دولتي ادارو کې کاغذ پراني وه او زموږ پیسې یې هم وخوړلې، خو زموږ مشکل‌یې حل نه‌کړ او بالاخره مجبور شوو چې طالبانو ته مراجعه وکړو او طالبان زموږ مشکل په درې ورځو کې حل کړ."

د نوموړي ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي غلام فاروق په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ د ځمکې لانجه درلوده موږ څو وارې دولت ته مراجعه وکړه او بهانې به‌یې کولې چې څارنوالۍ او محکمې ته ولاړ شئ او پیسې یې غوښتلې، نو خلاصه کار یې نه‌کاوه او بالاخره موږ طالبانو ته مراجعه وکړه او هغوی زموږ جنجال حل کړ او زموږ حق‌یې راکړ."

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

په ورته مهال کې د کندز د ولایتي شورا غړي هم د خلکو خبرې مني او زیاتوي چې د دې ولایت ډېره برخه د وسله‌والو طالبانو تر ادارې لاندې ده، نو خلک مجبور دي چې نوموړې ډلې ته مراجعه وکړي.

د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي په دې اړه وویل: "دا چې ولې خلک د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي، نو دا باید ومنو چې زموږ په یو شمېر دولتي ادارو کې د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنه نه‌کېږي او بې‌عدالتي وجود لري او همدا خبرې سبب کېږي چې خلک طالبانو ته مراجعه وکړي."

دوی خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت په دولتي ادارو کې د فساد مخه ونه‌نیسي او د دې ولایت ټولې سیمې د طالبانو له وجود څخه پاکې نه‌کړي، نو ښايي صحرايي محکمو ته هم لاره هواره شي.

د ولایتي شورا یو بل غړي سیدالله سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دولتي ادارو کې د خلکو ستونزو ته توجه نه‌کېږي او له یوې ادارې بلې ادارې ته کاغذ پراني شروع کېږي او یوه مسئله په ۸ او ۱۰ کالو کې نه‌فیصله کېږي، خو بیا طالبان په یوې ورځ کې ۵۰ مسئلې حل و فصل کوي او خپلې فیصلې د ټوپک په ميل پر خلکو پلې کوي."

بل‌خوا د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي بیا وايي چې تر اوسه پورې دوی داسې راپور نه‌دی ترلاسه کړی چې ګواکې خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره د طالبانو کمېسیونونو ته مراجعه وکړي.

مرادي زیاتوي: "دا چې په لیرې پرتو سیمو کې صحرایي محکمې دي او خلک د طالبانو محکمو ته ورځي، نو په دې برخه کې ولایتي رهبرۍ د قومي مشرانو، علماو او خلکو څخه غوښتنه کوي چې د خپل نظام او عدلي او قضايي ارګانونو سره همکاري وکړي ترڅو عدالت ټینګ شي او همدا د عدالت تأمینولو یوه لاره ده."

د کندز د ولایتي شورا د غړو د خبرو پر بنسټ، د دې ولایت ډېرې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي او په سیمه کې د دغې ډلې فعاله حضور د دې لامل شوی چې د خلکو په منځ کې نفوذ پیدا کړي او خپل تأثیر لاندې یې راولي، نو که حکومت دې ستونزې ته په وخت سره توجه ونه‌کړي، ښايي د دې موضوع لمن نوره هم پراخه شي.