واشنګټن پسټ: د امریکا او طالبانو وروستیو خبرو کې د تمې پرمختګ ونه‌شو

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو د سولې د تړون پر سر له ابهاماتو سره سره د افغان پوځیانو د ملاتړ ډاډ ورکړی.

ورځپاڼه لیکي امریکا داسې وخت له افغان پوځیانو د ملاتړ ډاډ ورکوي چې تېره دوشنبه له طالبانو سره د سولې د یوه مهم تړون د چمتووالي په خاطر د دغه ملاتړ د په شاه کېدو راپورونه خپاره شول.

نیوزویک امریکايي مجلې د امریکا د دفاع وزارت د ځینو مقاماتو په حواله چې نوم‌یې نه‌و خپور کړی راپور ورکړی و چې امریکايي ځواکونو ته امر شوی چې په طالبانو بریدونه محدود او د افغان پوځیانو مشوره وځنډوي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر دا راپورونه ناسم بللي.

نیویارک ټایمز د هغه په حواله لیکلي چې موږ به خپل ملاتړ ته لکه همدا اوس دوام ورکوو.

سکاټ مېلر د افغانستان د دفاع له وزیر اسدالله خالد سره ترڅنګ ولاړ و او په دې اړه خبریالانو ته غږېده.

نیویارک ټایمز بیا دا لیکلي معلومه خبره وه چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د یوې برخې په توګه د امریکايي ځواکونو د پوځي حضور د کموالي لپاره امادګي نیول شوې هغه اصلي غوښتنه چې طالبان‌یې تل په خبرو کې مطرح کوي.

ورځپاڼه لیکي افغان پوځیان چې په امریکا او د هغې په نورو ملګرو د خپلو معاشونو او مهم هوايي ملاتړ تکیه لري، اندېښمن دي چې له طالبانو سره د امریکا تړون به د هغوی لپاره په څه معنی وي.

د امریکا او طالبانو اتم دور خبرې د اګسټ له درېیمې تر ۱۲مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې وې.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد دا خبرې ګټورې وبللې او ویې‌ویل چې په راتلونکو پړاوونو سلا مشوره کوي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پسټ ورځپاڼې د سولې خبرو او راروانو انتخاباتو باندې مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې لیکلي د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دې اوونۍ په خبرو کې هغه پرمختګ ونه‌شو چې تمه‌یې کېدله.

په دوام کې د طالبانو د ۱۰ ورځې مخکې ګواښ ته هم اشاره شوې چې ویلي یې و د ولسمشرۍ ټاکنو مخه به نیسي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا چارې د دې لامل شوي چې افغانان د پاسنۍ یوې یا دواړو پروسو د احتمالي ناکامۍ په اړه وېره ولري.

واشنګتن پُسټ لیکلي دغه وضعیت په افغانستان کې یوه سیاسي ګډوډي رامنځته کړې.

د لوی اختر په پای ته رسېدو سره د سولې د خبرو او انتخاباتو په اړه زیات شکونه پیدا شوي.

د ورځپاڼې په خبره په دې اړه بحثونه هم ګرم شوي چې د سولې د پروسې د غښتلتیا لپاره انتخابات وځنډېږي.

ګڼ افغانان باورمن دي چې ترهګر به تر ډېره له امریکا سره د سولې له تړونه ګټه وکړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو یوه مهمه غوښتنه ده.

د امریکا متحده ایالات د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لېوالتیا لري هیله‌منه ده چې د سږ سپټمبر له رارسېدو مخکې له طالبانو سره تړون وشي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه هغه څه چې افغانانو ته مهم دي له تړون وروسته پروسه ده.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو او افغان مشرانو ترمنځ به په راتلونکي کې د واک د وېش پر سر خبرې د دې پروسې یوه برخه وي.