ملګري ملتونه: ۷ میاشتو کې ۲۱۷ زره افغانان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي

ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې دوه لکه او ۱۷ زره خلک د جګړو له کبله د خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «OCHA» په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د دومره زیات شمېر خلکو بې‌ځایه کېدو په جګړه ځپلي افغانستان کې په لویه کچه د بشري مرستو اړتیا رامنځته کړې ده.

اوچا په خپل راپور کې زیاتوي چې په دې بې‌ځایه شویو کورنیو کې په سلو کې ۵۸ له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره اټکل کوي چې نږدې یو میلیون تنه کورني بې‌ځایه شوي به د کال تر پايه بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

اوچا په خپل بیان کې همداراز ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې شااوخوا دوه لکه ۷۰ زره افغانان له ایران څخه چې اقتصادي بحران په‌کې په زیاتېدو دی او څه کم ۱۷ زره نور له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.