اروپايي اتحادیه وايي راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري

ارشیف، د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې رأی ورکونه

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت ویلي چې د جمهوري ریاست راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري.

په افغانستان کې د سپټمبر په ۲۸مه [د میزان شپږمه] د جمهوري ریاست انتخابات کېږي.

د اروپايي اتحادیې پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکل شوي چې افغانان به د ټاکنو له لارې له ډموکراسۍ د ملاتړ څرګندولو موقع ولري او د خپل هېواد د سیاسي رهبرۍ مشروعیت به ټینګ کړي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت نن، د اګسټ په ۱۵مه، پر ټویټر لیکلي چې ټول ښکېل اړخونه دې ته منتظر دي چې په دوحه کې د امریکا او د وسله‌والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو پایله څه کېږي او دوی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې، فدریکا موګرېني د مارچ د ۲۶مې نېټې پر بیان ولاړ دي.

فدریکا موګرېني ویلي و چې "راځئ د سولې لپاره داسې هڅه وکړو لکه هېڅ انتخابات چې نه‌وي او راځئ د انتخاباتو داسې ملاتړ وکړو لکه د سولې پروسه چې هېڅ نه‌وي."

د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د ملي یووالي د حکومت د دواړو مشرانو په ګډون ۱۸ تنه کاندیدان دي.