روحاني: د فارس خلیج د امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه‌لرو

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې د وینا پر مهال. August 14 2019

د ایران ولسمشر وایي، د فارس خلیج د امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه‌شته.

حسن روحاني پرون د خپل هېواد د کابینې غونډې ته په تهران کې وویل: "د فارس خلیج د سیمې د امنیت لپاره، همداراز د هرمز تنګي او د عمان خلیج د اوبو د امنیت لپاره بهرنیو پوځیانو او ځواکونو ته ضرورت نه‌لرو."

روحاني په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د امریکا په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف د فارس خلیج د اوبو د امنیت لپاره جوړ شوی دی.

د فارس خلیج او هرمز تنګي امنیت ته چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل پرې تېرېږي، وروسته تر دې اندېښنې زیاتې شوې چې په جبل‌الطارق کې د ایران د تېلو یوه بېړۍ بریتانیایي ځواکونو وګرځوله او بیا د عمان په خلیج کې ایراني ځواکونو د تېلو یوه کښتۍ چې د بریتانیا بیرغ پرې رپېده، ودروله.