افغان حاجیان نن د طواف وداع مراسم پر ځای کوي

ارشیف، مکه معظمه

زرګونه افغان حاجیان به نن (چهارشنبه) په مکه معظمه کې د حج وروستي مراسم ادا او د جمعې له ورځې به‌یې افغانستان ته د ستنېدو بهیر پیل شي.

دوی نن په مکه معظمه کې د طواف وداع مراسم پر ځای کوي.

د دغو حاجیانو له ډلې حاجي نور اغا هرېوا وايي، ډېر خوشحاله دی چې د حج د ادا کولو یو پخوانی ارمان‌یې پوره شو.

نوموړي چې د سفر ستړې او د سعودي عربستان سخته ګرمي یې ګاللې، له مکې مکرمې څخه ازادي راډیو ته وویل، د حج د مناسکو له بشپړېدو وروسته د روحي ارامۍ احساس کوي.

ښاغلی هرېوا زیاتوي: "ډېر ښه احساس لرم. احساس کوم لکه یو ماشوم چې نوی زېږېدلی وي. اوس کولای شم چې خپل طاعت او عبادت په سمه توګه او د زړه له تله ترسره کړم."

ارشیف، حاجیان د لمونځ کولو لپاره نمره جومات ته د تګ پر مهال

۳۷ کلن هرېوا د هغو شااوخوا ۳۰ زره حاجیانو له ډلې څخه دی چې سږ کال له افغانستان څخه د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي. د دې افغان حاجیانو په سلو کې ۲۵ ښځې دي.

که څه هم د حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال‌یې د افغان حاجیانو لپاره په سعودي عربستان کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې وې، خو بیا د پخوانیو کلونو په څېر یو شمېر حج ته تللي افغانان د حج او اوقافو وزارت د مرستې او ملاتړ له کمي شکایت لري.

دغه وزارت وايي، سږ کال‌یې د هغو اسانتیاوو سربېره چې د کوربه هېواد له‌خوا حاجیانو ته برابرې شوې وې، افغان حاجیانو د استوګنې، لارښوونې او انتقال په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

د دې وزارت د چارواکو په وینا افغان حاجیانو سږکال په سعودي عربستان کې د مرستې لپاره ۶۸۰ ناظمان او لارښوونکي، ۸۰ مفتیان او ۶۰ ډاکتران درلودل.

همدارنګه ۲۴۰ کسان نور په بېلابېلو کمېټو کې لکه د ټرانسپورت کمېټه، فرهنګي کمېټه او نورو کې له دوی سره مرسته کوله.

یو شمېر افغان حاجیانو د دوی لپاره له برابرو شویو اسانتیاوو خوښي څرګنده کړې.

مولوي ادم خان چې له کابل څخه د حج د ادا کولو لپاره سعودي ته تللی ازادي راډیو ته وویل: "ډېر ښه ترتیب شوي وو. معلمانو او ناظمانو ښه خدمت وکړ او د حج او اوقافو وزارت له ټولو کارکوونکو خوښ یوو."

خو د لارښوونې، خوړو او استوګنې په برخو کې یو شمېر شکایتونه هم شته.

د حیات‌الله په نوم یو حج ته تللی افغان بیا وايي، د استوګنې لپاره ورته نیول شوی ځای مناسب نه‌و او موقعیت‌یې ډېر لیرې و.

حیات‌الله زیاتوي: "زموږ د استوګنې له ځای څخه تر حرم شریف پورې د موټر نیم ساعت لار وه. وروسته چې موټر بند شول پلي مو ۴۰-۴۵ دقیقې لاره وهله."

یو شمېر نورو افغان حاجیانو هم له ازادي راډیو سره په بېلابېلو ټیلیفوني تماسونو کې هلته د لارښوونې، ټرانسپورت او استوګنې په برخو کې دوی ته له برابرو شویو امکاناتو شکایتونه کړي او هغه‌یې نیمګړي بللي دي.

کعبه او حاجیان د طواف پر مهال

هڅه مو وکړه چې د افغان حاجیانو د شکایتونو په اړه د حج او اوقافو وزارت د چارواکو نظر واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د حج په سږني مراسمو کې د نړۍ له بېلابېلو برخو دوه نیم میلیونه مسلمانانو برخه اخیستې وه. که څه هم په یمن او سوریه کې د تهران او ریاض ترمنځ روانې سیالۍ او د لوېدیځ او ایران ترمنځ وروستي کړکېچ په سیمه کې وضعیت ترینګلی کړی، خو سږکال د حج مراسم په ارامه فضا کې ترسره شول او په‌کې د کومې لویې پېښې راپور تر اوسه نه‌دی ورکړل شوی.

سعودي چارواکو تر دې مخکې د حج د مراسمو پر مهال د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې دغلته هر حرکت څاري.

تر دې مخکې کلونو کې د حج په مراسمو کې د ګډوډیو له کبله ځینې مرګونې پېښې رامنځته شوې وې.

په سعودي عربستان کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، ټاکل شوې د جمعې په ورځ د افغان جاجیانو لومړنۍ ډله هېواد ته ستنه شي.