زلمی خلیل‌زاد له اتم پړاو خبرو وروسته واشنګټن ته ستون شو

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد واشنګټن ته ستون شوی څو په راتلونکو پړاونو سلا مشوره وکړي.

خلیل‌زاد په خپله دا خبره پرون شپه په ټویټر باندې لیکلې او ویلي یې دي چې د اتم پړاو خبرې بشپړې شوې.

د امریکا او طالبانو خبرې د اګسټ له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او د اګسټ په ۱۲مه پای ته ورسېدې.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد زیاته کړې چې دا خبرې ګټورې وې او دواړو مرکچي پلاویو څو ورځې په تخنیکي جزئیاتو تمرکز درلود.

خلیل‌زاد مخکې د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې د سولې د یوې تلپاتې او عزتمنې توافق‌نامې او یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هېوادونو ته ګواښ نه‌وي نه‌ستړی کېدونکی کار کوي.

هغه هیله ښودلې وه چې دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي.

طالبانو هم اتم پړاو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې کوي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تر دې خبرو وروسته ازادي راډیو ته وویل ټولې هغه خبرې چې نتیجه‌یې د جګړې ختم او اوربند وي دوی ته مهمې دي.