په سرپل کې شااوخوا ۲۰۰ ښځو د اختر په لمانځه کې برخه واخیسته

د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت شااوخوا دوه سوه ښځې د اختر لمانځه ته ورغلې وې او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات په راوستلو ټينګار وکړ.

د دغو ښځو له ډلې ۳۵ کلنې سلیمې پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی په وطن کې سوله او ثبات غواړي.

دې وویل: د اختر تر لمانځه وروسته مو دعا وکړه چې خدای دې جګړې بندې کړي او سوله او امنیت دې تامین شي.

په افغانستان کې کم لیدل شوي دي چې ښځې دې د جوماتونو له لارې د هېواد په مهمو مسایلو له هغې ډلې سولې او امنیت خبرې وکړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي.

په سرپل کې شااوخوا دوه سوه ښځو په داسې حال کې دا زړه وکړ چې د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ د طالبانو له ګواښ سره مخ دي او د کوهستاناتو ولسوالي یې د طالبانو په کنټرول کې ده.