جان بولټن هڅه کوي چې بریتانیا د ایران په وړاندې سخت دریځ ته وهڅوي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن بریتانیا ته تللی څو دا هېواد د ایران په وړاندې د سخت دریځ لپاره وهڅوي.

بولټن پرون یکشنبه لندن ته رسېدلی دی.

جان بولټن دوشنبه او سې شنبه په بریتانیا کې تېروي او هڅه یې دا ده چې له لندن سره د سپینۍ ماڼۍ اړیکې چې د بریتانیا د پخوانۍ صدراعظمې تریزا مې په وخت لږ څه سړې شوې وې، بېرته ښې کړي.

تمه ده دی له بریتانوي چارواکو سره په خبرو کې هغوی وهڅوي چې د ایران په وړاندې خپله پالیسي د امریکا له پالیسۍ سره یو رنګ کړي، هغه پالیسي چې ایران یې تر سختو بندیزونو لاندې نیولی دی.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره له اټمي تړونه ووته او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه له سره پيل کړل.

بریتانیا، فرانسه،جرمني چین او روسیه چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون نور لاسلیک کوونکي هېوادونه وو، لا هم په دغه تړون کې دي.

د ټرمپ د ادارې یوه لوړپوړي مقام ویلي، د بولټن استدلال به دا وي چې که لندن له ایران سره له اټمي تړونه ووځي، دا به په ایران د فشار په راوستلو کې مرسته وکړي خو د دغه چارواکي په خبره، داسې یوه پرېکړه ښايي ژر ونه ونیول شي.

که څه هم بریتانیا اټمي تړون ته ژمنه پاتې ده خو په دې وروستیو کې ایران ته نږدې په هرمز تنګي کې د ایراني پوځیانو له خوا د یوې بریتانوي تېل وړونکې بېړۍ ایسارولو د دوی اړیکې زیانمنې کړي.

ایران وروسته له هغه چې د جولای په څلورمه په جبل الطارق کې د بریتانیا له ملاتړ برخمن حکومت د ایران یوه بېړۍ ودروله، په ځواب کې یې شااوخوا پنځلس ورځې وروسته په هرمز تنګي کې د بریتانیا بېړۍ ایساره کړه.

همدې وروستیو پېښو په لندن فشار راوړی چې د ایران په وړاندې یو سخت دریځ غوره کړي.

د ایران په وړاندې د بريتانیا تر ټولو مهمه پرېکړه دا وه چې له امریکا سره په هغه تړون کې یوځای شوه چې دنده یې په خلیج او د سیمې په نورو نږدې اوبو کې د ازادې بېړۍ چلونې د امنیت ټينګښت دی.

امریکا له دې چې بریتانیا په دې ائتلاف کې ورسره یوځای شوې، د دغه هېواد ستاینه کړې او خپل نور ملګري يې هم دې کار ته هڅولي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا په وار وار ټینګار کړی چې که امریکا له دوی بندیزونه لرې کړي، دی خبرې ورسره کوي.

ده وروستی وار تېره سې شنبه امریکا ته ګواښ هم وکړ چې که د ایران امنیت له خطر سره مخ شي، په هرمز تنګي کې به بېړۍ چلونه خوندي پاتې نه شي.