خلیلزاد: په افغانستان کې د باعزتې او تلپاتې سولې لپاره هڅې کوم

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د یوې با عزته او دایمي سولې د تړون لپاره سخت زیار باسي.

له طالبانو سره امریکايي پلاوي زلمي خلیلزاد د اتم پړاو خبرو پر مهال ویلي، د سولې یوه باعزته او دایمي تړون ته د رسېدو او یوه مستقل افغانستان لپاره چې بل هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه کړي، سخت زیار باسي.

زلمي خلیلزاد دا خبرې پرون یکشنبه د اختر په لومړۍ ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی د اګست له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره اتم پړاو خبرې مخته وړي.

ښاغلی خلیلزاد په دې موده کې هند، ناروې او جرمني ته هم سفرونه وکړل چېرته چې ده د یادو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او ځینو نورو مشرانو سره د افغان سولې او ثبات په تړاو خبرې وکړې او اکثرو یې د همکارۍ ژمنې هم وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر او سفیر پیري مایډون ویلي چې د سولې پروسه په چټکۍ روانه ده او تمه ده ژر ښه نتیجه ورکړي.

ده ویلي: له ډېرو سختیو سره سره بیا هم د هیله مندیو نښې شته، هم د سولې او هم ډموکراسۍ لپاره، د سولې پروسه د پراختیا په حال کې ده چې هیله مند یوو ژر ښې پایلي ولري، د ډموکراسۍ لپاره هم دا چې ولسمشرۍ ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه پلان شوي او د درېدو نه دي.

مایډون دا خبرې د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې کړي.

اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون یکشنبه په خپل دویم ټوېټ کې ویلي چې د عیدالاضحی یا لوی اختر اصلي معنی د نفس قرباني کول دي او د افغان جګړې ټول مشران دې هم دا خبره په داسې حال کې له زړه ومني چې موږ د سولې لپاره زیار باسو.

د خلیلزاد دا خبرې داسې وخت خپرېږي چې افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ ماڼۍ کې د اختر په مناسبت وینا کړې او ویلي يې دي چې له طالبانو سره سوله غواړي.

ده وروسته دا هم زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکی به بهر نه ټاکل کېږي.

ده وویل: زموږ راتلونکی باندې نه تعینیږي، د افغانستان راتلونکی دغلته په افغانستان کې تعینېږي.

که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست رسماً هغه رپوټونه چې ګواکې دوی ته د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون مسوده ور استول شوې رد کړل، خو ځینو دولتي سرچینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې ممکن د اختر په درېیمه یا څلورمه امریکا او طالبان د سولې تړون وکړي.

د طالبانو استازیو چې تل یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ځان ته لومړیتوب ټاکلی دا وار تازه ویلي چې دوی له امریکايي پلاوي سره خبرې روانې کړي څو تړون نهایي او اعلان ته یې چمتو کړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د عرفې او اختر په لومړۍ ورځ هم د دوی خبرې تر ناوخته روانې وې.