د ازادي راډيو خبریالان: د نن ورځې تر اوسه کومه امنیتي پېښه نشته

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې نن د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې تر دې دمه د کومې لویې امنیتي پېښې راپور نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ښارونو او مهمو سیمو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر غوره کړي دي.

دا تدابیر وروسته له دې غوره شوي چې په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ پېښې وشوې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت خپلو جنګي کسانو ته ویلي چې د اختر په ورځو کې ارام واوسي، خو د اوربند اعلان یې ورته نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر په پیغام کې یې د جګړې په جاري ساتلو ټینګار کړی و.