اشرف غني: مذاکرات پرته له کوم قید او شرطه دي، خو د سولې لپاره شرایط شته

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني دغه مطلب په خپل اختریز پیغام کې څرګند کړ او ويې ویل چې مذاکرات پرته له کوم قید او شرطه ترسره کېږي، خو د سولې لپاره شرایط شته.

ښاغلي غني وویل چې سوله کېدونکې ده خو دغه سوله به ملي وي، نه ګوندي، قومي او سمتي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې چې شااوخوا ته یې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي ولاړ وو، وویل چې سوله قاطعیت غواړي او د حکومت په وروستي پړاو کې لویې پرېکړې ناشونې دي، نو د دې لپاره ولس باید ولسمشر ته صلاحیت ورکړي.

دی زیاتوي: دا مه هېروئ چې سوله به ملي وي، نه سمتي، نه ګوندي او نه هم قومي، سوله د ټولو افغانانو او راتلونکو نسلونو ده، دا هم مه هېروئ چې سوله موږ شونې کړه.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د سولې بهیر له شپږو مهمو مرحلو تېر شوی چې اوسني حالت ته رسېدلی دی.

هغه د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره مذاکرات، په سیاسي حل لارې ټینګار او د تېر کال په کوچني اختر کې پرته له قید او شرطه د اوربند اعلانول د سولې مهم پړاونه وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې اتم پړاو خبرې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې دوام لري او ویل کېږي چې ښايي په نږدې ورځو کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ارشیف، د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

طالبانو ټینګار کړی دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته چمتو دي چې د افغان حکومت په ګډون له ټولو سیاسي لوریو سره خبرې اترې وکړي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په نړیواله کچه د يوه حکومت په توګه منل شوی دی او د سولې بهیر به له طالبانو سره پرمخ وړي.

دی وایي: سوله راتلونکې ده، هغه سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپله خوښه یې غواړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت چې په ټولې نړۍ کې منل شوی او منل شوي قراردادونه او علایق لري، د طالبانو له تحریک سره به سوله سرته رسوي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په يوه برخه کې وروستیو بریدونو او ځانمرګو حملو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان حکومت او خلک د داشان حملو پر وړاندې چاته سر نه ټيټوي.