د ملګرو ملتونو عمومي منشي په لیبیا کې چاودنه وغندله

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په لیبیا کې چاودنه چې د دې سازمان دوه کارکوونکي په کې وژل شوي، وغندله.

په لیبیا کې روغتیايي کارکوونکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان دوه مامورین پرون د اګست په لسمه په بن غازي کې په چاودنه کې وژل شوي دي.

د ډاکترانو په وینا، یو وژل شوی وګړی بهرنی او بل لیبیايی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلو مامورینو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

له دې سازمانه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په بن غازي کې په پرونۍ چاودنه کې د هغوی درې کارکوونکي زخمیان دي.

په لیبیا کې له څو میاشتو راهیسې د هغه حکومت چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلی او د خلیفه حفتر په نوم د یوه قوماندان د پلویانو ترمنځ جګړه روانه ده، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دواړو خواو ترمنځ اوربند ټینګ شي، خو دا وروستۍ پېښه به د ملګرو ملتونو هڅو ته یو سخت ګوزار ورکړي.

د روېټرز خبري اژانس یوه ژورنالېست ویلي چې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو کسانو لېست یې د بن غازي په روغتون کې لیدلی او د ملګرو ملتونو د دوو کارکوونکو نومونه هم په کې وو.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند ویلي چې دوی د معلوماتو په راغونډولو لګیا دي.

په همدې حال کې پرون داسې رپوټونه هم خپاره شول چې په طرابلس کې حکومت او د جنرال حفتر وسله والو د لوی اختر په مناسبت د ملګرو ملتونو د سازمان د منځګړیتوب پر اساس د اوربند موافقه کړې ده، خو په لیبیا کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې یوازې د طرابلس د حکومت له لوري یې د اوربند ډاډ تر لاسه کړی او د خلیفه حفتر له لوري لا مثبت ځواب نه دی ور رسېدلی.

خلیفه حفتر د لیبیا ملي پوځ په نوم د ملېشه وسله والو ډله لري او د طرابلس د حکومت پر ضد جنګېږي.