سرچینه: ممکن محمد محقق د ثبات او همپالنې له انتخاباتي ډلې سره یو ځای شي

محمد محقق

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې ته نږدې سرچینې وايي چې ممکن محمد محقق له دغې ډلې سره یو ځای شي.

وروسته له هغې چې محمد حنیف اتمر انتخاباتي ټیم د خپلو انتخاباتي کمپاینونو د درولو اعلان وکړ، محمد محقق تېره شپه د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله له انتخاباتي ډلې او د ښاغلي عبدالله له نږدې او کلیدي متحد محمد کریم خلیلي سره کتلي دي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي محمد محقق د عبدالله عبدالله له ټیم سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا ښودلی.

که څه هم ښاغلي محمد محقق له عبدالله عبدالله سره د احتمالي یو ځای کېدو په اړه څه ونه ویل، خو ازادي راډيو ته یې په یو لنډ استولي پیغام کې ویلي: د سولي او عتدال ټیم ځنډېدلی، تراوسه یې هم د یو ځل بیا فعالیت احتمال شته، خو که د شفافو انتخاباتو شرایط برابر شي.

نوموړي له دې وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، اندېښمن کېږئ مه، حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان به د هېواد د سیاسي معاملې یو اړخ وي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم ویاند فریدون خوځون له عبدالله عبدالله سره د محمد محقق لیدنې ته په اشارې ازادي راډيو ته وویل: د انتخاباتو او سولې په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه، زموږ هیله دا ده چې د سراسري او شفافو انتخاباتو لپاره همغږي او یو ځای اقدامات وشي، نه یوازې استاد محمد محقق، بلکې له نورو سیاسي جریانونو سره هم په مذاکره کې یوو، زموږ هیله دا ده چې دا د دوی د خوښې ټیم دی او تمه لرو چې یوې پایلې ته سره ورسېږو.

سرچینه همداشان زیاتوي چې په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي مشر او د ثبات او همپالنې د ټیم پلوی صلاح الدین رباني له محمد یونس قانوني او عطا محمد نور سره لیدلي چې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

د ښاغلي قانوني یو یاور دغه لیده کاته تأیید کړل، خو د جزیاتو په اړه یې څه ونه ویل.

تر اوسه عطا محمد نور هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عتدال انتخاباتي ټیم د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه چې د سولې د پروسې اړوند مسایل او په انتخاباتي چارو کې د حکومت د مداخلې له کبله خپلې انتخاباتي منډې ترړې دروي.

خو د دغه انتخاباتي ټیم ځینو متحدینو ازادي راډيو ته ویلي چې د ښاغلي اتمر ټیم د غړو د خپل منځي اختلافاتو له امله پاشل شوی دی.

د افغانستان د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي ازادي راډيو ته وویل، دغه ټیم په دغه کار سیاسي انتحار کړی دی.

د افغانستان د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي

ده وویل: د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم پاشل کېدل عاقلانه تصمیم نه بولم، بلکې یو سیاسي انتحار یې ګڼم، سیاسي انتحار چې د ښاغلي اتمر، ښاغلي قانوني او ښاغلي محقق لپاره به په ډېره ګرانه بیه تمام شي، که له کوم کس سره یو ځای شي یا نه شي، اوس سیاسي انتحار شوی او نه شي کولی چې جبران يې کړي.

که څه هم د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم د کلیدي غړو د جذبولو او د دوی د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅې کوي، خو د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټیم له دوی سره د دغو غړو یوځای کېدو ته شرط ایښی دی.

د دغه انتخاباتي ټیم ویاندې مرضیې حفیظي ازادي راډيو ته وویل، که د دغه ټیم هر غړی له دولت جوړوونکي ټیم سره د یوځای کېدو لېوال وي، باید په واضح ډول اعلان کړي چې د سولې او اعتدال ټیم د دوی له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې نه، بلکې د خپل منځي اختلافاتو له امله پاشل شوی دی.