په شمال زون کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي لامل څه دی؟

سره له دې چې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما ویلي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې نسبت طالبانو ته د افغان ځواکونو او ناټو پوځیانو په حملو کې ملکیانو ته ډېر تلفات اوښتي، خو د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بیا بیل نظر لري.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د طالب وسله والو او افغان پوځیانو ترمنځ د جګړې د شدت له وجې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال مجیب الرحمن حبیب زي په همدې اړه په شمال زون کې د بشر حقونو له مشر سید محمد سامع سره مرکه کړې او ترې پوښتلي یې دي چې ولې او څنګه ملکیانو تلفات ډېر شوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي سامع سره مرکه