د نړۍ تر ۲ ميلیونو زیات مسلمانان نن د عرفات مراسم پیلوي

د نړۍ تر دوو ميلیونو زیات مسلمانان نن شنبه د اګست په لسمه د عرفات مراسم پیلوي.

د یکشنبې په ورځ به دلوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د رپوټونو په حواله، سږکال له افغانستانه دېرش زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې یې جدي امنیتي تدابیر نیولي او هر حرکت څاري.

په سعودي عربستان کې د نړۍ د مسلمانانو دا خاص مراسم به د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.