ارګ: د سولې په اړه د طالبانو او امریکا هوکړه لا نهایي شوې نه ده

د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د طالبانو او امریکا د تفاهم لیک د متن ټول جزیات ورسره شریک شوي، خو تفاهم لیک لا نه دی نهايي شوی او لا هم بحث ورباندې روان دی.

د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د تفاهم لیک د متن جزیات نه شي څرګندولی، ځکه لا هم خبرې پرې کېږي.

ښاغلي صدیقي پرون جمعه د اګست په نهمه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې جمهور رئیس پر اختلافي مواردو او د تفاهم لیک پر جزیاتو خپل نظر خلیلزاد ته ویلی دی.

صدیق صدیقي زیاته کړه: تاسو خبر یاست چې د امریکا خاص استازی ښاغلی خلیلزاد څو ورځې وړاندې په کابل کې و، طبعاً د هغه تفاهم لیک جزیات یې له موږ سره شریک کړل چې دوی به یې له طالبانو سره لاسلیکوي، د افغانستان حکومت خپل ټول ملاحظات له امریکايانو سره شریک کړي دي، د افغانستان د حکومت په توګه، زموږ تر ټولو مهمه ملاحضه دا ده چې د سولې د پروسې یوې بلې مرحلې ته ور داخل شو، هغه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ داسې مخامخ خبرې دي چې پایله یې سوله وي، اوربند باید وي او پر افغانانو حملې باید بندې شي.

د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي

صدیق صدیقي دا خبر رد کړ چې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو د موافقې متن نهايي شوی یا د افغانستان حکومت ته د موافقې وروستی متن ور رسېدلی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته د خپل سفر په پای کې پر ټوېټر لیکلي وو چې د امریکا او وسله والو طالبانو استازي به د سولې د موافقې پر جزیاتو کار ته دوام ورکوي.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین پرون اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې د خبرو د دې دور په پای کې د موافقې د نهايي کېدو توقع لري.

شاهین پرته له دي چې پر ډېرو جزیاتو خبرې وکړي، اسوشېټېډ پرېس ته ویلي: په موافقه کې به اوربند او د افغانستان له استازو سره د طالبانو خبرې شاملې وي.

د اسوشېټېډ پرېس په لیکنه، شاهین دا نه ده واضح کړې چې د افغانستان له استازو یې هدف د حکومت رسمي استازي دي او که دا چې د پخوا په څېر به د حکومت له استازو سره د عادي افغانانو په موقف کې خبرې کوي.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین خبریالانو سره د خبرو په حال کې

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په تفاهم لیک کې پر اوربند او له حکومت سره پر مخامخ خبرو موافقه د دوی لپاره دوه اساسي ټکي دي چې خلیلزاد ته یې یادونه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د قطر مشر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د افغانستان د سولې او هلته د روانو مذاکرو په اړه ټيليفوني خبرې کړي دي.

د قطر رسمي خبري اژانس دا معلومات خپاره کړي، خو نور جزیات یې نه دي څرګند کړي.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د واشنګټن د سولې په انسټيټیوټ کې د افغانستان د پروګرام مشر سکاټ ورډن تېره اوونۍ د وضعیت په اړه لیکلي وو چې د سولې په پروسه کې دوه انتخابونه موجود دي.

سکاټ ورډن لیکلي وو چې یا به د لانجې د حل لپاره له طالبانو سره موافقه کېږي چې په پایله کې به یې په افغانستان کې داسې نوی سېستم جوړ شي چې طالبان موافق وي چې ګډون په کې ولري.

یا دا چې د انتخاباتو له لارې به د افغانستان د حکومت مشروعیت تجدیدېږي او نوی حکومت به بیا له ډېر پیاوړي موقفه له طالبانو سره مذاکرو ته را مخکې کېږي چې د هغه په لیکنه، په دواړو کې یو انتخاب هم اسان نه دی.