خلیلزاد: ناروې په افغانستان کې د سولې د پروسې په بریالیتوب کې مرسته کولی شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ناروې له بهرنیو چارو وزیرې سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي.

زلمي خلیلزاد نن جمعه په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې ناروې په نړۍ کې د سولې په تسهیل کې کلیدي رول لوبولی دی.

د خلیلزاد په وینا، ناروې په افغانستان کې د سولې د پروسې په بریالیتوب کې مرسته کولی شي.

ده همداراز ویلي چې پرون یې د ناروې له باندنیو چارو وزیرې ماري اریکسون سوریایید سره کتلي او د سولې د اوسني وضعیت او راتلونکو پړاوونو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره ماري اریکسون سوریایید

​​ده تر دې ډېر جزیات څرګند کړي نه دي.

ګومان کېږي چې بین الافغاني خبرې به په ناروې کې وشي، خو دغه هېواد ولې د بین الافغاني خبرو لپاره غوره شوی؟

د سیاسي او حقوقي چارو د نظر خاوند او د کابل پوهنتون استاد پوهاند نصرالله ستانکزی دې پوښتنې ته داسې ځواب لري: ناروې لږترلږه د افغانستان د حکومت، یا د افغانستان د حکومت د پلوي افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرولی شي، ناروې داسې هېواد دی چې دواړه خواوې ورسره حساسیت نه لري، له همدې کبله دا پروسه کامیابولی شي.

خلیلزاد او ورسره ملګری پلاوی له څو میاشتو راهیسې په قطر کې له طالبانو سره خبرې کوي.

ده او طالبانو ویلي چې د سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه پر ځینو جزیاتو خبرې کوي.

په همدې منځ کې خبرو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د موافقې د مسودې متن د افغانستان حکومت ته سپارل شوی او دواړه خواوې به احتمالاً د اختر په درېيمه یا څلورمه د سولې موافقه لاسلیک کړي.

همداراز سرچینو ویلي، د موافقې له لاسلیکه یوه اوونۍ وروسته به د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

امریکايي چارواکو تراوسه پورې دا موضوع تأیید یا رد کړې نه ده، خو د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي دا خبره نه تأییدوي چې امریکا دې له طالبانو سره د خپلو خبرو په نتیجه کې د ترتیب شوې مسودې جزیات د افغانستان له حکومت سره شریک کړي وي.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي

ده وویل: دا خبره چې کومې سرچینې ویلي وي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له اتم پړاو خبرو وروسته دې یو سند له حکومت سره شریک شوی وي، سمه نه ده، د افغانستان حکومت له امریکا سره په هر پړاو او هر پرمختګ کار کوي، موږ هیله لرو چې پرمختګونه بالاخره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو سبب شي.

صدیقي په عین حال کې وویل چې امریکایانو له طالبانو سره د خپلو ټولو خبرو جزیات د افغانستان له حکومت سره شریک کړي.

ده زیاته کړه، د افغانستان د سولې ځانګړی استازی په کابل کې و او په دې اړه یې له افغان مشرانو سره مفصلې خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي څو ځلې ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې پر څلورو مسئلو بحث کوي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل، د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د ترورېستي بریدونو د مخنیوي تضمین، بین الافغاني خبرې او اوربند پکې شامل دي.

خلیلزاد ویلي چې که په دې څلورو مسئلو کې پر یوې هم جوړجاړی ونه شو، په هېڅ موضوع موافقه نه شي کېدای.