ځيني ارزګانيان: افغان سوله د کشمير له کړکېچ سره مه تړئ!

په ارزګان کې د سولې ملي حرکت له لوري لاريون

په ارزګان کې د سولې ملي حرکت له لوري د يوه لاريونه پرمهال له نړیوالو په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتنه وشوه چې د افغان سولې مسئله دې د کشمير له کړکېچ سره نه يوځای کوي.

د دغه ولايت سلګونو اوسېدونکو د جمعې په ورځ د ترينکوټ ښار په واټونو کې د لاريون پرمهال په راتلونکي اختر کې د سولې او اوربند غوښتنه هم وکړه.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور